Skip to content

زمونږ نړۍ د چا په لاس کې ده؟‏

زمونږ نړۍ د چا په لاس کې ده؟‏

ستاسو په فکر .‏ .‏ .‏

  • د خدای په لاس کې ده

  • د خلکو په لاس کې ده

  • د بل چا په لاس کې ده

د خدای کلام څه وایي؟‏

‏«ټوله نړۍ د بدکاره [یعنې شیطان] تر لاس لاندې ده» (‏اول یوحنا ۵:‏۱۹‏،‏ د نوې نړۍ ژباړه)‏.‏

‏«خدای به ډېر ژر شیطان ستاسو تر پښو لاندې کړي» (‏رومیانو ۱۶:‏۲۰‏،‏ د نوې نړۍ ژباړه)‏.‏

دغه حقیقت ستاسو دپاره څه معنی لري؟‏

د کړېدلو او ستونزو د پیدا کېدو په باره کې منطقي توضیحات ورکوي (‏مُکاشفه ۱۲:‏۱۲‏)‏.‏

په نړۍ کې د ژوند شرایط به ښه شي (‏اول یوحنا ۲:‏۱۷‏)‏.‏

ولې د خدای په کلام باندې باور شته؟‏

د لاندې دلایلو له خاطره:‏

  • شیطان د نړۍ په اداره کولو ناکام شو‏.‏ یَهّوه خدای ژمن دی چې پر انسانانو باندې د شیطان واکمنۍ پای ته ورسوي.‏ خدای ژمنه کوي،‏ چې «شیطان به له منځه وړي» او ټول زیان،‏ کوم چې شیطان انسانانو ته رسولی دی،‏ به بېرته سم کړي (‏عبرانیانو ۲:‏۱۴‏)‏.‏

  • خدای عیسیٰ مسیح پر نړۍ باندې د واکمنۍ لپاره غوره کړی دی.‏ عیسیٰ د اوسنی ظالم او ځانغوښتونکي واکمن بشپړ مخالف دی.‏ د عیسیٰ مسیح د پادشاهی په اړه خدای ژمنه کوي:‏ «دی به په ضعیفانو او غریبانو رحم وکړي .‏ .‏ .‏ د ظلم او تاوترېخوالي څخه به هغوی وژغوري» (‏زبور ۷۲:‏۱۳،‏ ۱۴‏)‏.‏

  • خدای هېڅکله درواغ نه وایي.‏ د خدای کلام وایي:‏ «خدای درواغ نه شي ویلی» (‏عبرانیانو ۶:‏۱۸‏)‏.‏ کله چې یَهّوه خدای ژمنه کوي،‏ حتماً به تر سره شي (‏یشعیاه ۵۵:‏۱۰،‏ ۱۱‏)‏.‏ «د اوسنۍ نړۍ واکمن به وشړل شي» (‏یوحنا ۱۲:‏۳۱‏)‏.‏

فکر وکړئ:‏

که چېرې شیطان،‏ اوسنی واکمن،‏ ورک شي،‏ نو زمونږ نړۍ به څرنګه وي؟‏

د خدای په کلام کې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کولای شئ:‏ زبور ۳۷:‏۱۰،‏ ۱۱ او مُکاشفه ۲۱:‏۳،‏ ۴