Skip to content

د خدای د کلام پر بنسټ ویډیوګانې:‏ مهم تعلیم

دا لنډې ویډیوګانې د خدای د کلام په باره کې مهمو پوښتنو ته ځواب ورکوي.‏ مثلاً:‏ خدای ولې ځمکه جوړه کړې ده؟‏ د مرګ نه وروسته څه پېښېږي؟‏ خدای ولې تکلیفونه پرېږدي؟‏

کائنات څنګه رامینځته شوُ؟‏

ډېر خلک شک کوي چې د خدای د کلام لیکنې د کائنات د مینځ راتللو په باره کې رښتیا دي.‏ ځینې حتی وایي چې تشې کیسې دي.‏ کېدای شي چې د خدای کلام د دې په باره کې رښتیا څرګندوي؟‏

ایا خدای یو خاص نوم لري؟‏

مونږ خدای ته خالِق،‏ خدای پاک یا مالِک خدای وایو.‏ خو د خدای خاص نوم د ۷۰۰۰ ځلو نه ډېر د خدای په کلام کې راغلی دی.‏

ایا د خدای سره ملګرتیا ممکنه ده؟‏

خلک هر وخت غوښتل چې خدای وپېژني.‏ د خدای کلام زمونږ سره مرسته کولای چې د خدای سره ملګری وشو.‏کله چې د خدای نوم زده کړو،‏ په هغه وخت کې د ده سره ملګرتیا شروع کېږي.‏

د خدای په کلام کې د چا فکرونه لیکل شوي دي؟‏

که چېرې د خدای د کلام لیکوالان انسانان دي،‏ ایا په رښتیا «د خدای کلام» ورته ویلای شو؟‏ د خدای په کلام کې د چا فکرونه لیکل شوي دي؟‏

له کومه پوهېږو چې د خدای کلام د باور وړ دی؟‏

که چېرې د خدای په کلام کې د خدای فکرونه لیکل شوي دي،‏ نو باید یو ځانګړی کتاب وای چې د دې غوندې هېڅ کوم کتاب نه وای.‏

خدای ولې ځمکه جوړه کړې ده؟‏

زمونږ نړۍ د ښایست سره ډکه ده.‏ ځمکه د لمر څخه دقیق واټن لري،‏ کږوالی یې دقیق دی او هم په دقیق ژرتک څرخېږي.‏ خدای ولې دومره کشش وکړ،‏ چې ځمکه جوړه کړي؟‏

د مرګ نه وروسته څه پېښېږي؟‏

د خدای کلام داسې وخت ژمنه کوي،‏ چې خلک به له مړو نه راپورته شي،‏ لکه څنګه چې لعزر راپورته شوُ.‏

ولې عیسیٰ مسیح خپل ژوند قرباني کړ؟‏

شاید مو اورېدلي دي چې دی زمونږ د ګناهونو دپاره مړ شوُ.‏ خو څنګه د یو کس قرباني دومره ډېرو خلکو ته ګټه رسولای شي؟‏

د خدای پادشاهي څرنګه ده؟‏

کله چې عیسیٰ مسیح پر ځمکه باندې وُ،‏ ده تر ټولو ډېر د خدای د پادشاهۍ په باره کې تعلیم ورکوهُ.‏ تر اوسه پورې د ده پلویان دُعا کوي،‏ چې دا پادشاهي راشي.‏

له ۱۹۱۴ میلادي نه وروسته ټوله نړۍ اړولي شوي ده

د نړۍ شرایط او د خلکو سلوک د ۱۹۱۴م میلادي څخه تر اوسه پورې ښیي چې د خدای د کلام پیغمبرۍ د اخرو ورځو په باره کې تر سره کېږي.‏

خدای ولې تکلیفونه پرېږدي؟‏

د خدای په کلام کې منطقي ځواب شته،‏ چې ډاډ راکوي.‏

ایا خدای هر ډول عبادت مني؟‏

ډېر خلک فکر کوي چې پروا نه لري،‏ چې څنګه د خدای عبادت کوو.‏

ایا خدای ټولې دُعاګانې اوري؟‏

که چېرې یو څوک ضرف د خپل ځان لپاره دُعا وايي؟‏ که چېرې یو مېړه د خپلې ښځې سره بدي کوي او وروسته د خدای برکت غواړي؟‏