Skip to content

د یَهّوه شاهدانو جلسات

زمونږ د جلساتو په باره کې معلومات واخلئ.‏ یوه جلسه،‏ چې تاسو ته نژدې ده،‏ پیدا کړئ.‏

د کورونا وېروس (COVID-19): خبرتیا: په ډېرو سیمو کې مونږ د راغونډېدو په ځایانو کې نه ټولېږو. لوې ډلې هم نه جوړوو. که چېرې غواړئ چې د خدای کلام یا د یَهّوه شاهدانو په باره کې خبر وخلئ، نو په د لیدنې غوښتنه پاڼه کې غوښتنلیک ډک کرئ او یو د یَهّوه شاهدانو څخه، چې تاسو ته نژدې اوسېږي، به ستاسو سره تماس ونیسي.

تاسو ته نژدی ځای موندل (opens new window)

زمونږ جلسه څنګه تر سره کېږی؟‏

د یهوه شاهدان دوه ځله په هفته کې په متواتر ډول د خدای د پرستش د پاره راټولېږی (‏عبرانیانو ۱۰:‏۲۴،‏ ۲۵‏)‏.‏ په دغی غونډی کې اصلی توجهُ د خدای کلام ته جلبېږی او د غونډی ګډون کونکی زده کوی چې څنګه د خدای تعالیم څخه په ژوند کې کار واخلی.‏

د یهوه شاهدان غونډی په اکثرو وختو کې تعلیمی بڼه لری.‏ په دغی غونډی کې هر څوک کولای شی چې فعاله برخه واخلی.‏ د غونډی پیل او پای د ستاینی سندری په ویلو او دعُا کولو سره تر سره کېږی.‏

د غونډی د ګډون کولو د پاره حتمی نه دی چې یو کس د یهوه شاهد وی،‏ مونږ په دې غونډی کې ټولو ته بلنه ورکوو.‏ په دې غونډی برخه اخستل وړیا دی او پیسی نه راټولېږی.‏